دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 290060
د وزارتونو ویاندان د هیوادوالو سره دقیق معلومات شریک کړئ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د "مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې" له رسنیو سره پر ښه اړیکه تنګار وکړه او د وزارتونو له ویاندویانو یې وغوښتل چې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات له هېوادوالو سره شریک کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ادارې له ویاندویانو سره د همغږۍ لومړۍ غونډه ترسره کړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، دولتي ادارې باید هغه څه خپاره کړي چې د افغانانو تر منځ اسلامي نظام او ملي یووالی ټینګوي.

ښاغلي خیرخواه له ویاندویانو څخه هم وغوښتل چې د خپلو څانګو نظریات او وړاندیزونه په لیکلي ډول د اطلاعاتو او فکلتور له وزارت سره شریک کړي.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور رئیس مولوي عتيق الله عزيزي د ​​وزارتونو او خپلواکو رياستونو د وياندويانو هلې ځلې وستايلې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هر اړخيز معلومات له هېوادوالو سره شريک کړي.

ښاغلي عزیزي له رسنیو سره پر ښه اړیکه ټنګار وکړ او د اطلاعاتو په برخه کې یې د اسلامي امارت د پالیسۍ مهم ټکي تشریح کړل.
 
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې ډېری د رسنیو مسوولین او خبریالان اطلاعاتو ته د کره لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي.
https://avapress.com/vdccexqix2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته