افغان غږ خبری آژانس - غزنی: ملا حمیدالله نثار؛ د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، د افغان ټور دولتي شرکت له لوري د غزني په سرده او سلطان بندونو کې ۱۲ تفریحي کښتۍ د کورنیو او بهرنیو سبلانیانو لپاره چمتو شوي، چې دغو دوو بندونو ته د تفریح په موخه ورځي او د دغو کښتیو عاید هم دولتي خزانه ته ځي.
د نثار په وينا، پخوا په دغو دوو بندونو کې د تفريح لپاره مناسب ځايونه او کشتۍ نه وې او له اوس څخه به ورته نورې ښې اسانتياوې برابرې شي.
د غزني ښاریان هم په دې کار خوښ دي. په دې اړه د سمیع الله په نوم یو تن اوسیدونکي
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د سلطان او سرده بندونو کې چې موږ تللو هلته هیڅ کښتۍ نه وې او ډیری خلکو په اوبو کې لوبې کولې چې یو شمیر یې په اوبو کې ډوب شول او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
هغه له ښاریانو او چارواکو وغوښتل چې د دغو کښتیو ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي.
باید وویل شي، چې د غزني ولایت د سردې او سلطان بندونه د ډېرو سیمو د اوبو رسولو ترڅنګ په تفریحي ځایونو هم بدل شوي دي.