دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 289870
په فراه ولایت کې د سیلابونو له امله د استوګنې ۱۳ کورونه ویجاړ شوي
په فراه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې ۱۳ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد اسرائیل وايي، چې په دغه ولایت کې سختو بارانونو او سېلابونو د ځايي اوسېدونکو او کډوالو ۱۳ کورونه ویجاړ کړي دي.

ده دغه راز زياته کړه: ماشومان او نور هغه خلک چې کورونه يې ويجاړ شوي دي خوندي ځايونو ته ليږدول شوي دي او د ژغورنې ټيمونه د خيمو او نورو ضروري توکو په چمتو کولو بوخت دي.

له بلې خوا د دې ولایت امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم وايي، د سیلابونو له امله د رامنځته شویو پېښو د مخنیوي لپاره ټولو ژغورونکو ډلو او امنیتي منسوبینو ته د بشپړ چمتووالي امر شوی دی.

نوموړي د دغه ولايت له ټولو اوسېدونکو هم وغوښتل، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې په خپلو سيمو کې د ځان او نورو خلکو ساتنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي او د دولت او خلکو مرستې ته په تمه دي. 
https://avapress.com/vdcjahe8yuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته