کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی ۷ ولسوالی د سختو امنیتی ګواښونو سره مخ دی

1 سنبله 1396 ساعت 18:50

د غزنی امنیتی چارواکی وایی چی د غزنی اوه ولسوالی د امنیتی سختو ګواښونو سره مخ دی، خو نور ولسوالیانی د مناسب امنیت څخه برخمن دی.


 

 

 

د آوا په ګزارش سره، د نظام الدین خنجر، د ملی اردو دریم لوای قومانده د غزنی په ولایت کی، په وینا د اندر، خوګیانی، واغز، ده یک، ګیرو، اندر او آب بند ولسوالیانی د امنیتی سختو ګواښونو سره مخ دی، خو د غزنی نور ولسوالی د نسبی امنیت څخه برخمن دی.

ښاغلی خنجر ټینګار وکړ: د امنیتی سختو ګواښونو سربیره په دی څو ولسوالیو کی، د طالبان ټوله تهاجمی بریدونه د بهار لمړیو څخه تر اوسه پوری د امنیتی ځواکونو له لوری دفع سوی دی او طالبان سخت تلفات لیدلی دی.

هغه وویل چی د طالبانو تهاجمی بریدونو سربیره، تراوسه دا ډله نه دی توانیدلی چی د غزنی په ولایت کی کوم ولسوالی تر تصرف لاندی کړی.

همدارنګه وویل چی د غزنی څلور ولسوالی لکه جاغوری، مالستان، ناهور او جغتو د افغانستان د امن ترینه سیمو څخه دی.


د مطلب کود: 148690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148690/د-غزنی-۷-ولسوالی-سختو-امنیتی-ګواښونو-سره-مخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com