دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 290111
متحده عربي اماراتو ۴۲ افغان بندیان خوشي کړل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، متحده عربي اماراتو د بخښنې د عمومي فرمان پر اساس په دغه هېواد کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلی تکل زیاته کړه چې دغه کسان په متحده عربی اماراتو کې د مختلفو جنایی دلایلو له امله بندیان وو او په دغه هیواد کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې، یو شمېر یې راخوشی شوی دی. نور به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.
 
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حفیظ احمد ضیا تکل په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د پرله پسې هڅو په پایله کې د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه او همغږي خوشي شوي.
 
  تکل همداراز زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو خلکو له حالاتو ځان خبر کړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به ګړندي ګامونه پورته کوي.
 
د یادولو وړ ده چې په دې ورستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت د مسؤلینو د هلو ځلو په پایله کې یو زیات شمیر افغانان چې په ځینو هیوادونو کې بندیان وو، له بنده ازاد او هیواد ته راستانه شول.
https://avapress.com/vdcjvye8vuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته