دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 290070
د هېواد په شمالي ولایتونو کې څه باندې ۵۷۵ زره کسان د افغان سرې میاشتې ټولنې له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي دي
د افغان سرې میاشتې ټولنې د شمال زون مشر وايي، دغې ادارې د شمالي ولایتونو څه باندې ۵۷۵ زره اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هېواد په شمال کې د سرې میاشتې ټولنې مشر قاري محمد یونس معصومي د می د اتمې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال وویل: نږدې ۹۴ کاله پوره شول دد کتیټي د تاسیس څخه، په ۱۳۱۳ هجري لمریز کال کې د سرې میاشتې ټولنه په هېواد کې د اړمنو کسانو د مرستې په موخه جوړه شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي خدمات، د زړه د سوري ناروغانو لپاره مرسته، نغدې پيسې، خيمې او نور توکي شامل دي او د طبيعي او غيرطبيعي پېښو د قربانيانو تر پوښښ لاندې دي.

قاري معصومي زیاته کړه: تېر کال ۱۵۰ سیلاب ځپلې کورنۍ، ۲۲۶۹ بې وزله کورنۍ، ۸۵۰۰ وچکالۍ ځپلې کورنۍ، ۲۵۰ زلزله ځپلې کورنۍ او ۱۳۰۰ زیانمنې شوې کورنۍ د سرې میاشتې له نغدي مرستو، خوراکي او غیر خوراکي توکو څخه برخمنې شوې. 

هغه وويل چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د شمالي ولايتونو څه دپاسه ٥٧٥ زره اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي، چې په هغو کې د ښځو لپاره عادي زېږون او د زړه د سوري ناروغان شامل دي.

ده وويل: د سرې مياشتې ټولنې په تېرو څو ورځو کې په سېلاب ځپلو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشلي او اړمنو کورنيو ته يې روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.

له بلې خوا د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس عطا محمد ساهو د رئیس الوزرا پيغام ولوست او ويې ويل: موږ له نورو سره د همکارۍ او مرستې مسووليت لرو او بايد د مرستو په رسولو کې هوډمن واوسو. 

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه يوه بشري موسسه ده، چې د جګړو او طبيعي پېښو له قربانيانو سره مرستې کوي.
https://avapress.com/vdcd5z0xzyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته