دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 290083
په پروان ولایت کې درې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په پروان ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پرمختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د درې پرمختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو پروژو کې د يوه ښوونځي جوړول، د رباط د کلي د شورا د ودانۍ ترميم او د پنځو شنه خونو جوړول شامل دي.

رسنیو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ او مزارشریف ښار کې د یوه بند او درې سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
https://avapress.com/vdch6vnix23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته