دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 290085
د هېواد سوک وهونکی "قیس علیزاده" د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ دویم مقام خپل کړ
د هېواد سوک وهونکی قیس علیزاده د ځوانانو په کټګورۍ کې د اسیایي سیالیو په پای لوبه کې د قزاقستان سیال ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: علیزاده د دغه ټورنمنټ په پای لوبه کې د قزاقستان سیال ته ماتې ورکړه او له نږدې دوه لسیزو وروسته یې د سپینو زرو مډال افغانستان ته راوړ.

د ۸۰ کیلو ګرامو په وزن کې دغه سیالي تېره شپه د قزاقستان په پلازمېنه کې ترسره شوه.

علیزاده تر دې وړاندې هم د ۸۰ کیلوګرامو په وزن کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړې وه او د دغه ټورنمنټ وروستي پړاو ته رسېدلې وه.

د سوک وهنې فدراسیون ویلي چې قیس علیزاده له شپږو نورو افغان سوک وهونکو سره په دوو اونیو کې د پاریس د المپیک د غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره تایلنډ ته ځي.
https://avapress.com/vdcjoye8iuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته