دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 289872
په غزه کې د شهیدانو شمیر تر ۳۴۶۰۰ تنو واوښت
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په تیریو کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴ زره او ۶۵۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په نویو احصائیو کې اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې د صهیونیسټ رژیم په تیریو کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴۶۵۴ تنو ته رسیدلی دی.

د نویو شمېرو له مخې په دې موده کې ۷۷۹۰۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې په تیر ۲۴ ساعتونو کښې د صهیونیسټی رژیم په تیرو کښې په غزې تړانګه کښې درې جنایتونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۳۲ کسان شهیدان او ۴۱ نور ژوبل شوی دی .
https://avapress.com/vdcbz9b55rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته