دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 255504
په هلمند کې "کولرا" شل تنه وژلي دي
د هلمند ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کولرا له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، روغتیایی چارواکو پرون (یکشنبه د سرطان ۱۹مه) تایید کړه چې په هلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه مړه شوی دی.
 
دوی وايي، د هلمند په باغران ولسوالۍ کې تر ۱۲۰ ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د دې ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د دې ولسوالۍ مرکز ته د ناروغانو د درملنې په موخه ګرځنده روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ روغتيايي چارواکو اعلان وکړ، چې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې شاوخوا پنځوس ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د هېواد په جنوب کې روغتيايي چارواکي وايي، په دې وروستيو مياشتو کې په کندهار، هلمند او زابل ولايتونو کې کولرا ډېره شوې ده.
 
د یادولو وړ ده چې کولرا د اسهال یوه ساري ناروغي ده چې د ککړو اوبو د څښلو له امله رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcgzn9xtak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته