دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 255961
په جوزجان کې کولرا ته د څه باندې اووه زره کسانو اخته شوي
د جوزجان ولايت روغتيايي مسئولين وايي، چې په تېرو څلوېښتو ورځو کې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې څه باندې اووه زره کسان د کولرا په ناروغۍ اخته شوي او ١٢ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د عامې روغتیا رئیس عبدالغنی صمیم نن افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په مردان، اچین او مندوزیو ولسوالیو کې ۷۳۴۴ کسان په کولرا اخته شوی دی. چې له دې جملې څخه ۱۲ تنه مړه شوي دي.
 
د جوزجان د عامې روغتيا رئيس زياته کړه چې دغه کسان په تېرو څلوېښتو ورځو کې د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په کولرا د دغو اووه زره کسانو له ډلې څخه ٢٧٧٠ تنه يې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د هغوى په منځ کې کولرا ډېره جدي بڼه لري.
 
ښاغلي صمیم ټینګار وکړ؛ د جوزجان د عامې روغتیا ریاست له ټولو امکاناتو سره سم اقدام کړی او ټوله اداره یې فعاله کړې ده.
 
هغه وویل چې شپه او ورځ روغتیایی ټیم ساحيته ورځي، حوضونه او د اوبو څاګانې سپرې کوي او خلکو ته صحي اوبه او دواوي توزیع کوي.
 
د جوزجان د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې روغتيايي مامورين هم په دې ناروغۍ اخته سيمو ته ځي او خلکو ته د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه معلومات ورکوي. د صمیم په وینا، اوس مهال کولرا کنټرول شوې او د ناروغانو شمېر یې ورځ تر بلې کمېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه مياشت کې کولرا تر ډېره د هلمند، بيا غزني او زابل او د دايکنډي په ګډون په سوېلي ولايتونو کې خپره شوې او لسګونه کسان يې د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.
 
په ورته وخت کې د کولرا ناروغۍ د زیاتیدو سره، د بلخ د عامې روغتیا ریاست د روانې اونۍ په پیل کې د کولرا ناروغانو لپاره د درملنې ۷۰ بستریز څانګه پرانیستله.
 
د بلخ د عامې روغتیا رئیس وايي، تر اوسه په بلخ کې د کولرا کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په دغه مرکز کې د جوزجان اوسېدونکي ناروغان تداوي کېږي.
 
https://avapress.com/vdcd9k0xfyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته