دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 70340
د کندهار چارواکي وايي: امنیتي ځواکونو ۱۲ پاکستاني طالبان وژلي
تاند- په کندهار ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه په ارغسان ولسوالۍ کي په يوه وسلواله نښته کې ١٢ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دغو طالبانو غوښتل چې د ارغستان ولسوالۍ د (شنه نري) په سيمه کې، چي د بلوچستان ایالت له منزکي سیمې سره پوله لري، د افغان پوليسو پر پوسته حمله وکړي خو پوليس، چې د مخکې تر مخکې یې استخباراتي مالومات ترلاسه کړي ول، طالبانو ته په کمین کې ناست ول.
د خبرپاڼې له مخې د افغان سرحدي پوليسو او پاکستانيو طالبانو ترمنځ تر څو ساعته مخامخ جګړې وروسته د وسلوالو پاکستاني طالبانو ١٢ تنه ووژل شول، نور يې بېرته د ډيورنډ کرښې هغې غاړي ته واوښتل او د پاکستانيو سرتيرو له سرحدي پوستو څخه بېغمه تېر شول.

په دې مخامخ جګړه کي ملي پوليس او ملکي وګړو ته د سر و مال هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

د وژل سوو طالبانو مړي او يوشمېر وسلې او مهمات اوس هم په سيمه کي پاته دي.

وسله والو طالبانو د کندهار د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي وايي چې دا برید په داسي حال کې شوی چې د ډیورند کرښې ته څېرمه د افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfbz.rhbgap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته