د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولايت پر عمومي زندان يې د حملې پلان شنډ کړى او په دې تړاو يې یوه لس کسيزه وسله واله ډله نيولې ده.
د کندهار د ولایت د مطبوعاتي دفتر مسول جاوید فیصل ازادی راډیو ته وویل چې؛ له نیول شویو کسانو سره د تحقیقاتو په جریان کې دا معلومه شوې چې؛ د دغې حملې پلان له هېواده بهر طرح شوې و.
د کندهار پر لوی زندان له دې مخکې دوه ځله وسله والو مخالفينو ډله يیزې حملې کړي چې؛ هر ځل ورڅخه په سلګونه جنايي او سياسي بنديان تښتېدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)