دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 37988
لوی درستیز په کندهار کې د یو امریکايي له خوا د ډله ییزې وژنې په اړه څېړنه پیل کړه
دغه پلاوي تیره ورځ د سیمې له اوسیدونکو سره وکتل او نن به د دغه ولایت له چارواکو سربیره په کندهار کې له میشتو بهرنیو چارواکو سره هم خبرې وکړي.
کندهار ته د افغانستان د لوی درستیز شیر محمد کریي په مشرۍ تللي پلاوي د پنجوایي ولسوالۍ د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې دغه پلاوي تیره ورځ د سیمې له اوسیدونکو سره وکتل او نن به د دغه ولایت له چارواکو سربیره په کندهار کې له میشتو بهرنیو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د دغه پلاوي مشر تیره ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په کندهار کې به ترهغو پاته شي ترڅو معلومه کړي، چې د پنجوایي ولسوالۍ په پیښه کې نورو کومو کسانو لاس درلود.

تیره یکشنبې د شپې پرمهال یو امریکایي وګړي د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاوات په سیمه کې شپاړس ملکیان په ډزو سره ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

بل لورته د کندهار د امنیې قومندان عبدالرازق وایي، چې د کندهار هوایي ډګر ته څیرمه یې نن سهار یو موټرسایکل بم خنثی کړی دی.

خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چې د هوایي ډګردروازې سره نږدې په یوه زرنج کې چاودیدونکي توکي چاودیدلي او د هوایي ډګر دوه کارکوونکي یې ټپيان کړي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4oq1.2bqm48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته