دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 301685
چین له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه ولېږله
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د چین سفیر د دغه وزارت له رئیس سره په لیدنه کې ویلي چې د ۱۰۰ میلیون یوانو په ارزښت د دغه هېواد د مرستو دویمه جوپه به د روان کال تر پایه افغانستان ته راورسېږي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

د چین سفیر په دې کتنه کې وویل چې د دې هېواد د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه به د روانې میاشتې تر پایه افغانستان ته ولېږدول شي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست هم وویل چې د ژمي په را رسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوي او باید ژر تر ژره دغه مرستې ترلاسه شي.

د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ايستلو لړۍ روانه ده او راستنې شوې کورنۍ بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.
https://avapress.net/vdcivzapwt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته