دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 300635
په دايکنډي ولايت کې د غيږ نيونې سيالۍ ترسره شوه
د دایکنډي ولایت د بدني روزنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت له خوا د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د غیږ نیونې سیالي ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي ولایت د بدني روزنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتیوت له خوا د نیلي ښار د سپورت په میدان کې د غیږ نیونې سیالي ترسره شوه.
دغه سيالۍ د ٢٤ ورزشکارانو په منځ کې د لويانو په کټګورۍ کې ترسره شوې، چې درې ورزشکاران (مصطفى اختیاری لومړى مقام، ابوذر دويم او سيد حسين درېيم مقام خپل کړ).
د دې سیالیو په پای کې د دایکندي د بدني روزنې او سپورت ریاست له خوا د دې سیالیو ګټونکو ته جایزې ورکړل شوې.
د دايکنډي د بدني روزنې رياست مسوولين وايي، چې د دې سياليو له ترسره کېدو يې موخه د ملي ورزش وده ده.
https://avapress.net/vdcc1xq1p2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته