افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د اوبو وزیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده د دغه وزارت د اوبو د برخې له رئیس ډومینیک سره وکتل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دا خبره کړې ده.
د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت په ځانګړي ډول زیانمنو سیمو ته د څښاک د اوبو د برابرولو په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د وچکالۍ وضعیت او پر افغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې د اوبو مدیریت او د اوبو رسولو پروژو تطبیق د نړیوالو سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د اوبو د څانګې مشر د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکاریو د پراختیا او ساتلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې یونیسف هوډ لري چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان ډیرې اوبه لري خو د سم مدیریت د نه شتون له امله د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.