دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 289281
د ترکمنستان لوړ پوړی پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی پرون سهار کابل ته راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.

دغه وزارت زیاتوي، په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په هدف درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
https://avapress.com/vdcfc1d0yw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته