کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکمنستان لوړ پوړی پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

5 ثور 1403 ساعت 9:59

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی پرون سهار کابل ته راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې وکړي.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.

دغه وزارت زیاتوي، په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په هدف درې اړخیزه غونډه جوړه شي.


د مطلب کود: 289281

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289281/د-ترکمنستان-لوړ-پوړی-پلاوی-سرپرست-حکومت-له-چارواکو-سره-خبرو-لپاره-کابل-ته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com