دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 288903
د کورنيو توليداتو د ښه کيفيت او د صنعت د ودې په برخو کې بايد زياتې هڅې وشي
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د صنایعو او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت په برخه کې باید لا زیاتې هڅې وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل. 

نورالدين عزيزي په دې ناسته کې وويل، چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې ساتي او د لارو بندېدل به پر بازار منفي اغېز ونه کړي.

هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره همکاري کوي، چې په پایله کې خصوصي سکتور په سمه توګه فعالیت کوي.

د ښاغلي نورالدین عزیزي په وینا، د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. اوس هم افغاني محصولات د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې په موخه یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ شوي دي.

مولوي عبدالکبير د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د دولتي ادارو بې سارې هڅې او د افغانۍ د اسعارو ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بيې په هېواد کې په مناسب حالت کې پاتې شي او زموږ هیوادوال هم د اړتیا وړ توکو پیرودلو وړتیا لري.

مولوي عبدالکبير له ګاونډيو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټينګار تر څنګ زياته کړه، چې د کورنيو توليداتو د ښه کيفيت او د صنعت د ودې او پراختيا په برخو کې بايد زياتې هڅې وشي.
https://avapress.com/vdcfxcd0mw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته