دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 256942
په بغلان کې د حسیني ماتمیانو له خوا ۱۵ زره سی سي وینه ورکړل شوه
د بغلان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، چې د سږ کال د عاشورا په ورځ حسیني ماتمیانو ۱۵ زره سی سي وینه دغه روغتون ته ورکړې او ټاکل شوې چې دغه مرسته اړمنو ناروغانو ته ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: الله نواز سروری؛ د بغلان د ولایتي روغتون د وینې بانک څانګې چارواکي نن چهارشنبه د اسد ۱۹مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د عاشورا په ورځ د شیعه او سني اتباعو په ګډون حسیني ماتمیانو د بغلان روغتون د وینې څانګې ته مراجعه وکړه او خپله وینه یې ورکړه.
 
هغه زياته کړه، چې ټاکل شوې دغه مرسته شوې وينه د دغه روغتون پر بې وزلو ناروغانو ووېشل شي.
 
د بغلان د روغتون د وينې بانک د څانګې مدير وويل چې هر کال د حسيني عزاداران د عاشورا په ورځ دغه روغتون ته راځي او د امام حسين (ع) د ياد په خاطر خپله وينه اړمنو ناروغانو ته ورکوي.
 
په همدې حال کې اسدالله مصطفی هاشمي؛ د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هم د حسيني ماتم کوونکو د دغه اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د حسيني ماتم کوونکو له خوا ستر کار ترسره شوي او له اړمنو ناروغانو سره يې مرسته کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د عاشورا په ورځ د هېواد خلک دولتي روغتونونو ته ورځي او د شهید امام حسین علیه السلام په یاد کې خپله وینه اړو کسانو ته ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcdo90xxyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته