دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 221205
نن بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ۲ ورځنۍ غونډه پیلېږي
نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي.

په دې غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو پر پوځي حضور خبرې وشي.
په ناټو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې کي بیلي هاتچیسن پرون د ناټو د غونډې په درشل کې وویل: "څه چې له افغانستان سره ارتباط لري، موږ له خپلو متحدانو سره سلا مشوره کړې، دا تېره اوونۍ په افغانستان کې زموږ د ځواکونو قوماندان د ناټو ۳۰ سفیرانو ته زموږ د پخوانیو خبرو په اړه چې ځواکونه به کموو، معلومات ورکړل."
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د ۳۸ هېوادونو شااوخوا ۱۲ زره سرتېري شته.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvznim23niid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته