د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديق پر خپل ټوېټر ليکلي، ولسمشر لويې څارنوالۍ او ملي امنیت ته امر کړی، چې د دې پېښې په برخه کې ژر تر ژر خپل قدامات وکړي.
نوموړي زياته کړې:
افغان دولت د ټولو هېوادوالو بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو حقونو په ګډون د عدالت تامین ته ژمن دی او له سرغړوونکو سره جدي چلند کوي.
څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې په بلخ کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ اوو کسانو ډلهيیز جنسي تېری کړی دی.
د بلخ ځايي مسوولینو هم دغه پېښه تاييد کړې او زياتوي چې تورن کسان هم نيول شوي دي.
له بل لوري صديق صديقي وايي، حکومت د دغې نجلۍ روغتيايي وضعيت د رسېدنې په برخه کې هم هلې ځلې کړې او نوموړې اوس مهال امان الله خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)