طالبانو دا خبرداری له هغه وروسته ورکړی چې افغان حکومت اعلان کړی، د طالبانو شپږ سوه بندیان د هغوی دوسیو ته په کتو سره نه پرېږدي.
دا خبري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مولوي شهاب الدین، ویاند سهیل شاهین او د دې دفتر نورو غړو په اروپا او برتانیا کې له مېشتو افغانانو سره په ویډیويي کانفرانس کې کړې دي.
دوی دغه راز افغان حکومت په خپل منځي اختلاافاتو تورن کړ.
افغان حکومت تر دې دمه له څلورو زرو زیات طالب بندیان خوشي کړي، بلخوا طالبانو بیا د افغان حکومت له اووه سوه زیات بندیان خوشي کړي دي.
سهیل شاهین وویل، د بندیانو خوشي کول د امریکا سره د تړون یوه برخه ده او په امریکا یې غږ وکړ چې د بندیانو د خلاصون په مسئله کې پر فغان حکومت فشار راوړي، تر څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس