دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 211107
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کي د نړیوال سیاست پوهنتون The Institute of World Politics چي په نړیوالو او امنیتي چارو کي درهبرۍ په موخه په محدوده کچه د ماسټرۍ او دوکتورا تدریس کوي او د امریکا لپاره د یوه فکري مرکز په توګه فعالیت کوي، خپل یو افغان محصل وستایه.
د پوهنتون ادارې د هارون حکیمي چي تازه یې ددغه پوهنتون څخه د ملي امنیت په چارو کي په لومړۍ درجه ماسټري بشپړه کړې ده، د وړتیا ستاینه کړې او په خپل ویبسایټ کي یې د نوموړي د ترلاسه کړي درجې په یادونه، د هغه ژوندلیک خپور کړی دی.
IWP د هارون حکیمي په ژوند لیک کي يې راوړي چي هغه د طالبانو پرمهال پهکور کي درسونه پیل کړل، د سپټمبر تر پېښو وروسته چي په افغانستان کي اوسنی حکومت رامنځ ته شو ښوونځي ته ولاړ. ښوونځی یې د جهادي مدرسې څخه په
پاته ودانۍ کې په داسې حال کي پیل کړ چي د هارون او ټولګیوالو لپاره یې په ودانۍ کي ځای نه درلود او له مجبورۍ یې د جهادي مدرسې څخه پاته غُسلخانه د ټولګي په توګه کاروله، چیرې چي میز او څوکۍ او حتی د ناستې لپاره فرش او د لوست لپاره توره تخته نه وه.
IWP د هارون حکیمي د علمي سفر د ستونزمن پیل او دوام پرمهال د هغه استقامت د نوموړي د اوسني مقام د بنسټیز راز په توګه یادوي او د فولبرایټ په ګډون د ګڼو معتبرو سکالرشیپونو ترلاسه کول، د نړۍ مشهورو پوهنتونونو ته لاره موندل او په واشنګټن ډي سي کي د American University او بیاوروسته په دغه علمي اداره کې د دوهمي ماسټرۍ بشپړول یې د درناوي وړ لاسته راوړنې ګڼي.
ښاغلی حکیمي چي له مسلکي اړخه ډیپلوماټ دی او په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې دنده لري په خپل کاري چاپیریال کي هم اغېزناک اوسېدلی دی. هغه تر دې وړاندې په بهرنیوچارو وزارت کې د ملګروملتونو او نړیوالو کنفرانسونو د مرستیال او تر هغه وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړیدي.
د یادونې وړ ده چي هارون حکیمي درېیم افغان دی چې د نړیوال سیاست له پوهنتون څخه فارغېږي؛ لومړی یې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علي احمد جلالي او دوهم یې د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی شفیق همدم دی چي د ښاغلي حکیمي پر فراغت یې د خپل ټویټر له لارې خوښي څرګنده کړې ده.
د افغانستان په اوسنیو پېچلو او ناندریزو شرایطو کي امریکا د متحده ایالاتو (د نړیوال سیاست پوهنتون) له لوري‌افغان محصل ته دا اعزاز ورکول په نړۍ واله کچه دافغانستان پر پرمختګ او د ولسواک نظام د ستنو پر ټینګښت دلالت کوي .‌
که څه هم افغانستان د جنګ جګړو ؛ سیاسي ناندریو؛ نشي توکو او ناقانونیو شهرت موندلی ؛خو ورته خبرونه په کور دننه او له هیواده بهر پر عامه فکر مثبت تاثیر ښندلای سي . هارون حاکیمي‌دافغانستان هغه څېره ده چۍ تر ډېره بریده یې د دې هیواده د لوست او پرمختګ سره مینه په نړۍ واله کچه وځلوله .‌
https://avapress.com/vdchvzniq23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته