نامسئولو وسله والو نن د جمعې په سهار د پروان ولایت مقام ته څېرمه ګلغنډۍ سیمه کې د برېښنا یوه ستن په بمونو الوزولې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت مسئولین وايي، چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ (غبرګولي ۲مه) سهار وختي د پروان ولایت مرکز په ګل غونډۍ سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو لخوا رامنځ ته شوې، چې له امله یې یاده ستن په جزئي توګه ویجاړه شوې؛ خو د برېښنا لیږد نه دی پرې شوی.
د برېښنا شرکت مسئولینو په خبره، د پېښې ځای ته ددوی کاري ټیم رسیدلی او زیانمنه شوې ستن یې بیرته رغولې ده.