دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 210506
د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ د ایران تېلو بېړۍ وېنېزوېلا ته روانې شوې
هغه ایرانۍ بیړۍ چې وېنېزویلا ته تېل لیږدوي له امریکا سره ترینګلتیا رامنځته کړې ده، ځکه واشنګټن پر دې دواړو هېوادونو یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي. تمه ده چې د ایران دا بیړۍ په ځايی وخت سبا ماښام د لاتینې امریکا دې هېواد ته ورسیږي. خو وېره دا ده چې د امریکا سمندري ځواکونه به د دې بېړیو د مخکې تګ مخه ونیسي او اجازه به ورنکړي‌ چې د وېنېزوېلا تر ساحله ورسېږي.


بله خوا د وېنېزوېلا یو شمېر جنګي بېړیو هم په سمندر کې حرکت پیل کړی دی او غواړي چې ایرانۍ بېړي په خوندي توګه تر خپلو ساحلونو ورسوي.
شنونکي‌ وایي، که د امریکا او وېنېزوېلا سمندري ځواکونه سره ونښتل نو وضعیت ترینګلی کېدی شي او ایرن به هم په کړکېچ کې ورګډ شي.
وېنېزویلا د تیلو پراخې زیرمې لرې خو د اوږدې مودې اقتصادي کړکیچ دغه هېواد د سون توکو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی.
د وېنېزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو له تهرانه مرسته غوښتې ده او په رپوټونو کې ویل شوي چې د دې تېلو په بدل کې سره زر ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcjyye8muqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته