شاه سوار پرون په یوې ویډیوي پیغام کې اعلان وکړ چې نوموړي نږدې دوه کال د تبلیغ په لاره کې خپل ژوند تېر کړ، خو داسې څوک پیدا نه شو چې له هغه د روان ژوند په اړه وپوښتي نو له همدې اقتصادي ستونزو له کبله غواړي بیرته د موسیقۍ ډګر ته را ووځي.
د پښتون سندرغاړي شاه سوار دغې پرېکړې سره نږدې ۹۹ سلنه خلک مخالف دي او د ټولنیزو رسنیو له لاري هغه ته په غبرګون کې ویلي دي”” په دا ډول سترې تېروتنې سره دې خپل ژوند مه تباه کوه او بیرته دې له خپلې پرېکړې تېر شه خو شاه سوار د خلکو خبرې نه مني او غواړي بیا دې ډګر ته راشي.”
شاه سوار د خلکو د غبرګونونو وروسته هم په یوې بله ویډیو کې ویلي دي چې”‘ شاوخوا دوه کاله مې تبلیغ وکړ، خو هیچامې پوښتنه ونه کړه، اوس بیاځلي سندرې پیلول غواړم البته دا سندرې به معیاري وي، غواړم په دې توګه دواړو دونیا او اخیرت ته کار وکړم”
د شاه سوار پرله پسې ویډیو ګانې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوي دي او په دې کار سره یې د خپلو مینوالو له لاسه ورکولو ترڅنګ خلک غوسه کړي هم دي.
خلک وایی، شاه سوار په وروستیو کې ډیره ښه لار غوره کړې وه، خو په دې کار سره به خپله وروستۍ خاتمه هم خرابه کړي او د اسلام تبلیغ هغه جزبه چې له نوموړي سره شته هغه به هم له منځه ولاړه شي.
د شاه سوار ملګري هم وایي، چې نوموړی د تبلیغ پر مهال له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او غواړي چې له همدې امله بیرته د موسیقۍ ډګر ته راووځي، خو دوی وایي پوره پوره هڅه به وکړي چې نوموړی له دا ډول سترې تېروتنې وژغوري.
شاه سوار شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري د پاکستان په صوابۍ کې زیږیدلی دی، د خپل ژوند ډیره برخه یې په کراچۍ کې تېره کړې ده هغه په لومړیو کې موسیقي کوله، بیا یې تبلیغ ته لاس واچولو او اوس بیا د موسیقۍ ډګر ته راځي.
د یادولو ده کله چې شاه سوار کال وړاندې تبلیغ ته تللی و هغه مهال یې په خپلې یوې مرکه کې ویلي و چې ګواکې په تېر ژوند او سندرو ویلو باندې پښېمانه دی، خو نن بیاځلي همدې ډګر ته را روان دی.