د تازه مېوو سوداګر وايي چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله زراعتي محصولات ضایع شوي دي او بزګران زیانمن شوي دي.
د تازه مېوو سوداګرو پرون د ملي شورا مخې ته د اعتراض په توګه د تازه مېوو تابوت راوړی و او اعتراض یې وکړ.
د تازه میوو سوداګر وايي هر وخت چې د افغانستان د تازه میوو فصل را رسېږي، پاکستان د دوی صادارتو پرمخ لارې تړي، او ماليه پرې څو چنده لوړوي، پداسې حال کې چې په کور د ننه نه سړې خونې موجودې دي، او نه بله کومه حل لار لري.
د ملي شورا مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې د داخلي محصولاتو پر وړاندې د پرتو ستونزو هوارولو کې ناکام شوی دی.
د دې اعتراضیه راټولېدنې پرمهال د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومت په بې کفایتۍ او بې غورۍ باندې نیوکې سره وايي که حکومت زراعتي محصولاتو ته په بازار موندنه کې ناکام شوی وي، نو د پاکستان پر وړاندې دې بالمثل عمل وکړي.
د زراعتي محصولاتو د نه صادرېدو، او نرخونو لوېدو په تړاو پر حکومت د سوداګرو او د ملي شورا غړو نیوکې پداسې حال کې راپورته کېږي، چې حکومت مکررا ویلي چې د بدیلو لارو او هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان صادراتو کچه یې لوړه کړې ده.