د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د امریکا، روسیې، پاکستان او چین استازي به راتلونکې اونۍ په مسکو کې غونډه لري او د افغان سولې په تړاو به خبرې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، راتلونکې اونۍ به چین، روسیه، امریکا او پاکستان به په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړي.
روسي چارواکي وایي، دوی غواړي په افغانستان کې روانه جګړه له سیاسي لارې حل کړي او د دې هېواد د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه د څو کنفرانسونو کوربه توب کړی دی.