د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د میدان وردک ولایت د نرخ په ولسوالۍ
کې د طالبانو لخوا راتوغول شوې د هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې چې په پایله کې ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ټپي شوی دی.
طالبانو بیا د نوموړي برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.