کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې یو تن هغه خطرناک طالب ترهګر نیولی چې ترهګریز تهاجمي عملیات به یې په دغو ښار کې طرحه کول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه طالب ترهګر زمری نومیږي او د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د پولیسو له لوري ونیول شو.