دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 184238
خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول او څلور مرکزونه یې تخریب شول
د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او د دوی څلور هغه مرکزونه لمنځه تللي،چې په کې وسلې،مهمات،چاودیدونکو او نورو توکو شتون درلود.
د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
تېره ورځ هم د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه میله کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfab8wrhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته