دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 184227
نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي
نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.

د افغانستان د سولې مشورتي جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.
د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه یې د رأیو صندوق کېښودل شي.
فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده. دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:
"تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتسابي توګه یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وای، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي."
د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه کړل شي.
د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:
"له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ."
ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.
ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.
نوموړي زیاته:
د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي
د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي
​"بېلابېلې پنځوس يا دوه پنځوس کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي."
د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړولو دي.
دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.
د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زرو کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.
د دې کمېسیون په وينا، شااوخو دېرش فیصده ګډونوال یې ښځې دي.
د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.
۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.
دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د اتلسو کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcj8xevauqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته