دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 177721
فاریاب ولایت کې طالبانو یو استخباراتي چارواک وژل شوی
افغان نظامي چارواکي وايي، په فاریاب کې یې د طالبانو یو استخبارتي چارواکی له څو نورو وسله والو سره وژلی دی.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قل اردو نن په یوې اعلامیې کې ویلي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په یو هدفي برید کې د دې ولایت لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل قاري صبغت الله له خپلو شپږو وسله والو سره وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې قاري صبغت الله په فاریاب کې د طالبانو مهم استخباراتي چارواکی و چې په یو دقیق هوايي برید کې په نښه شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په هلمند کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو زېرمه له منځه وړې ده.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان قاري ظاهر پر قرارګاه او ډيپو تر سره شوي، په زياته کچه چاودېدونکي او مخدره توکي کشف او ترلاسه کړل.
دوی وايي، په دې عملیاتو کې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcau0n6649n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته