دغه معترض کاندیدان وايي چې باید بایو مټریک شوې رأيې له غیر بایو مټریک شویو څخه جلا شي او دغهراز د کندز د ټاکنو د کمېسیونونو د چارواکو د محاکمې غوښتنه هم کوي.
په کندز کې د ولسي جرګې دوو تنو معترضو کاندیدانو عبدالقدیر حسینخېل او عبدالغفور هوتک رسنیو ته وویل:
"موږ مجبور یو چې غیر مدني تحرکات پیل کړو او په کندز کې ولسمشریزې ټاکنې تحریم کړو، څو چې عدالت تأمین نهشي موږ ارام نهکېنو او خپل تحصن ته دوام ورکوو."
"موږ عدالت او شفافیت غواړو، د رأیو د بیا شمېرلو غوښتنه مو وکړه، خو پام ورته ونهشو، باید بایو مټریک شوې رأيې له غیر بایو مټریک شویو څخه جلا شي او دغهراز عدلي او قضايي بنسټونه دې هم دغه موضوع په جدي توګه تعقیب کړي."
دغه معترضان خبرداری ورکوي، که پر وخت د دوی غوښتنو ته د حل لاره پیدا نهشي، نو ولسمشریزې ټاکنې به تحریم او غیر مدني تحرکاتو به پیل کړي.
دوی په کندز کې د ولسي جرګې ټاکنې د اصلاح وړ نهبولي او پر ابطالیې ټینګار کوي.
په ورته وخت کې په کندز کې د مدني ټولنو د مشارکت شبکې رئیس عنایتالله خلیق هم له اړوندو ارګانونو غواړي چې باید عدالت تأمین کړي، ځکه خلک انتخابات غواړي، نه انتصابات.
نوموړی زیاتوي:
"باید رأيې له سره وشمېرل شي او غیر بایو مټریک شوې رأيې باید باطل اعلان شي او دغهراز هغو کسانو چې د خلکو له اعتماد او رأيو سره لوبه کړې، باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي."