د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک نن سهار د کابینې په غونډه کې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې او د ولسمشر غني له لوري منظور شوه.
تر دې دمه د ښاغلي خپلواک د استعفا لامل څرګند شوی نهدی، خو تر دې وړاندې هم مهمو حکومتي چارواکو د بېلابېلو عواملو له امله استعفاوې وکړې.