دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 126320
دغالب ( درې ) ترنامه لاندي عملياتو کي ۸ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چي منسوبينو يې په يولړ ترسره کړو عملياتو کي يوشمېر وسله وال مخالفين وژلي او يوشمېر نور يې ټپيان کړي دي.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چي منسوبينو يې په يولړ ترسره کړو عملياتو کي يوشمېر وسله وال مخالفين وژلي او يوشمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د اتل قول اردو څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي، د غه ګډ عمليات، چي د پياده ځواکونو لخوا، دتوپچي قوتونو په مرسته دکندهار په شاوليکوټ او ميوند او د زابل ولايت د ارغنداب او مېزاني ولسواليو اړوند سيمو کي ترسره سوي، پرمهال يې اته تنه وسله وال وژل سوي او ديارلس نور ټپيان سوي دي.

خبرپاڼه ليکي، چي په دغه عملياتوکي د ملي اردو سرتېروته يو ميل دهشکه او اته کړۍ ماينونه هم په لاس ورغلي دي.


https://avapress.com/vdcj8mevyuqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته