دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 93725
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د وسله والو له منځه وړل د افغانستان په ګټه دي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو په دلیل د ترهګرۍ د توليد او تمويل د مرکزونو او ځالو د له منځه وړل د افغانستان، سيمې او نړۍ په ګټه دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د طالبانو او نورو وسله والو شتون د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره يو ستر ګواښ دى.
هغه وويل، ملي اردو له نورو افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ د کرښې په اوږدو کې د پوله ساتنې او افغان خاورې ته د ترهګرو ډلو د را ماتېدو د مخنيوي په خاطر کار کوي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړه امکان نلري، چې افغانستان وتوانېږي له پاکستان سره د پولې ساتنې په برخه کې يواځې کار وکړي او پاکستان بايد ددغه ډلې د تېښتې لارې بندې کړي.
جنرال عظيمي څرګنده کړه، چې پاکستان له پوځي اړخه د افغانستان په پرتله پياوړى دى او بايد د پولو په خوندي کولو کې اقدام وکړي.
د دفاع وزارت دغه چارواکي په ډاګه کړه، چې د اړتيا په بڼه کې دفاع وزارت د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پوليسو د ملاتړ لپاره پوځي ځواک او تجهيزات استوي.
له دې سره په یوه وخت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ايساف قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ هم ددغو عملياتو د پيل په اړه د غبرګون ښودلو ترڅنګ ويلي دي، چې دوى به له پاکستان سره د افغانستان له پولې څارنه وکړي.
د هغه په خبره، امريکا په دغو عملياتو کې له پاکستان سره همکاري نه لري، خو تر دې وړاندې د امريکا او افغان ځواکونو ترمنځ همکاري زياته شوې ده.
انفورډ زياته کړه، چې وسله وال به هڅه وکړي، چې له شمالي وزيرستان څخه دافغانستان خاورې ته راشي، بهرني او افغان ځواکونه چمتو دي، چې مخه يې ونيسي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdk50n.yt0sx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته