دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 53740
پنټاګون په پاکستان کې د وسله والو خوندي ځایونه د افغانستان لپاره ګواښونه بللي
د امریکا د دفاع وزارت وايي، سره له دې چې پاکستان له واشنګټن سره په اړیکو کې کړکیچ کم کړی، خو وسله والو ته په خپله خاوره باندې د خوندي ځایونو په ورکولو سره د افغانستان امنیت زیانمنوي.

پنتاګون د افغانستان د جګړې د ارزولو په اړه په خپل ۶ میاشتني راپور کې چې د کانګریس په غوښتنه برابریږي، ویلي چې څه کم اویا زرو امریکايي او د متحدینو سرتیرو د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړی او د ملکي مرګ ژوبلې پیښې هم کمې شوي دي.

خو د امریکا ددفاع د وزارت په څیړنه کې چې د فرانسې خبري اژانس خپره کړې راغلي: په داسې حال کې چې امریکا د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي په پاکستان کې د وسله والو خوندي ځایونه ،د محدود ظرفیتونو لرونکي افغان حکومت، او پراخ مالي او اداري فساد ددې هیواد لپاره ګواښونه جوړوي.

په دغه راپور کې چې له اپریل میاشت څخه نیولې تر سپتمبر پورې پرمختګونه په کې څیړل شوي ،ویل شوي چې پاکستان د امریکا د منافعو په ساحه کې همکاري کړي خو په عین وخت کې يې بیا په نورو برخو کې کافي مرسته نه ده کړې.

پنتاګون دا هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو څه مثبت پرمختګ شوی دی.
د متحده ایالاتو ددفاع وزارت په خپله دغه راپور کې ویلي د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د خلکو ژوند ښه شوی دی.

ددې راپور له مخې د اپریل او سپتمبر تر منځ موده کې د وسله والو حملې یو په سلو کې زیاتي شوي دي.

پنتاګون وايي د حملو د زیاتوالي سبب دادی چې د کوکنارود فصل وخت لنډ وو او عادي وسله والو جګړې ته مخه کړې ده .

د متحده ایالاتو ددفاع وزارت وايي اکثره بریدونه اوس له ګڼ میشتو سیمو بهر کیږي او د لویو ښارونو امنیت د پام وړ ډول سره ښه شوی دی.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو په اړه د امریکا ددفاع د وزارت په راپور کې راغلي چې افغان سرتیري د امنیتي مسولیتونو د اخستو په برخه کې پرمختګ لري خو په عین حال کې دا ځواکونه د لوژیستیک او ادارې په برخو کې نیمګړتیاوې لري.

په راپور کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اداري او مالي فساد شتون هم یاد شوی دی.

پنتاګون په خپل ۶ میاشتني راپور کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر نړیوالو سرتیرود ۶۶ بریدونو یادونه کړې هیله يې څرګنده کړې چې نوي تدابیر به ددغه شان پیښو په کمولو کې مرسته وکړي.

دغه راز ددې راپور پر اساس هغو هڅو هم ښه نتیجه ورکړې چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کړي دي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzu9n.ak9wt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته