دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۱۳
د مطلب کود : 36452
د ۳ نورو عسکرو له وژل کېدو سر د ایټالیايي پوځیانو تلفات ۴۵ تنو ته ورسېدل
نن د هرات ولایت د شینډنډ د لویې ولسوالۍ په شاوخوا کې درې ایټالیايي پوځیان هغه مهال تصادفاً ووژل شول چې غوښتل یې په یو لړ عملیاتو کې د نورو ځواکونو ملاتړ وکړي.
تاند - د افغانستان په لوېدیځ کې نن د درو ایټالیايي پوځیانو له وژل کېدو سره د ایټالیايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد.

د ایټالیا دفاع وزارت وویل، چې نن د هرات ولایت د شینډنډ د لویې ولسوالۍ په شاوخوا کې درې ایټالیايي پوځیان هغه مهال تصادفاً ووژل شول چې غوښتل یې په یو لړ عملیاتو کې د نورو ځواکونو ملاتړ وکړي.



د ایټالیايي پوځیانو پوځي ګاډي د شینډنډ ولسوالۍ د جنوب لوېدیځ په شل کیلومترۍ کې په یوه خوړ کې، چې تېزې اوبه پکې روانې وې، تېرېده چې چپه شو. په دې پېښه کې درې ایټالیايي پوځیان ووژل شول.



دا په روان ۲۰۱۲ کال کې، چې ۴۱ ورځې یې وځي، په افغانستان کې د ایټالیايي پوځیانو لومړني تلفات دي.



تېر کال په افغانستان کې لس ایټالیايي پوځیان وژل شوي وو.



خو له ۲۰۰۴ څخه، چې ایټالیايي پوځیانو په افغانستان کې پوځي ماموریت پیل کړی، تراوسه پوري د دوی پنځه څلوېښت پوځیان وژل شوي دي.



په دغو ۴۵ ایټالیايي عسکرو کې اکثره په جګړه او یا د لارو د سر په ماینونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي. خو یو شمېر ایټالیايي پوځیان د ناروغیو په اثر هم مړه شوي دي.



ایټالیا د ایساف په چوکاټ کې د ناټو ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې کابو څلور زره سرتېري لري او د افغانستان په لوېدیځ کې د نړیوالو ځواکونو قومانده هم په غاړه لري.



د دغو درو پوځیانو د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته د ایټالیا مخالفو سیاسي ګوندونو یو وار بیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور له دوام سره مخالفت څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه چې ایټالیايي پوځیان دې ژر تر ژره له افغانستانه وایستل شي.



د ایټالیا صدراعظم ماموریو مونتي تېره میاشت په روم کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې له افغانستانه خپل سرتېري تر ۲۰۱۴ مخکې ونه باسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiknx.23n-mdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته