افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه کسان د سېلاب څخه د تېرېدو پر مهال ډوب او مړه شوی دی.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د بادغيس ولايت د جوند، ابکمري او تګاب ولسوالۍ د تېرې ورځې له سخت باران وروسته د سېلابونو شاهدې وې.
سرچينه زياتوي، چې دغو سېلابونو په يادو ولسواليو کې د استوګنې څو کورونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ ځاني زيانونه اړولي دي.