دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 279150
په ننګرهار کې څه باندې ۲۸ زره بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش بهیر پیل شو
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۲۸۲۳۵ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وايي، د لعلپورې ولسوالۍ ۲۸۲۳۵ بزګرانو ته یې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل کړې ده.
 
د ننګرهار د کرنې رئیس په بزګرانو د مرستو د وېش پر مهال د خوړو او کرنې له نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ په دغه ولایت کې له نورو کروندګرو سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مشر خوشحال آصفي وايي، دغه مرستې د ننګرهار د کروندګرو لپاره بسنه نه کوي.
 
ښاغلي آصفي زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې خپلې مرستې نورو کروندګرو ته هم وغځوي او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې په وېشلو سره لا زیاتې کروندګرو سره مرسته وکړي.
 
د "ActionAid" موسسې ولایتي مسوول عبدالله جان حلیمزی وايي، دغه مرستې به د جلال اباد ښار سربېره د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو پر بزګرانو هم وویشل شي.
 
هغه زياته کړه، چې په هر بزګر دوه جريبه ځمکه ٥٠ کيلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کيلو ګرامه سپين کيمياوي سرې او ٥٠ کيلو ګرامه تور کيمياوي سرې وېشل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د خوراک نړيوال سازمان د ميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو په زرګونو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او د ماشوم وريجې وېشلې وې.
 
https://avapress.com/vdcjihe8yuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته