دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 276115
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۱۴ میلیونه زیارت کوونکې کربلا ته رسېدلي دي
د کربلا والي اعلان وکړ چې د شنبې تر ورځې پورې له ټولې نړۍ څخه څه دپاسه ١٤ میليونه زيارت کوونکي کربلا ښار ته داخل شوي دي او سږ کال د اربعين په زيارت کې د زياتې ګڼې ګوڼې شاهدان يو.
افغان غږ خبری آژانس: د کربلا والي "نصیف الخطابی" اعلان وکړ چې د شنبې تر ورځې پورې څه دپاسه څوارلس میلیونه زیارت کوونکي کربلا ښار ته داخل شوي دي. سږ کال د اربعین زیارت په تېرو کلونو کې تر ټولو لوی زیارت ​​ګڼل کېږي. د عراق د زیارت ادارې د لومړي وزیر په حکم له جنوبي محور څخه د زیارت کوونکېو د لیږد لپاره زر بسونه ځانګړي کړي دي.
 
د کربلا والي وويل: په کربلا کې هر کور په يو جلوس او هيئت بدل شوى دى او ٢٨ زره حسيني جلوس زيارت کوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
 
نوموړي له ټولو زیارت کوونکو وغوښتل، چې په ټاکل شويو لارو تګ راتګ وکړي او د ترافيکو پرمخ تګ راتګ ونه کړي، خو زياته يې کړه، چې د زيات شمېر زیارت کوونکې له شتون سره هم د زیارت کوونکې تګ راتګ روان دى.
 
په پای کې الخطابي د اربعین زیارت د پلانونو د بریالیتوب په اړه د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د مستقیمې څارنې اعلان وکړ.
 
له بلې خوا د عراق په الانبار ولایت کښې د عراق د ولسی پاڅون د ادارې د ۵۴مې لوا قوماندان صلاح فاضل العیساوی د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه سازمان ځواکونه د ترهه ګرو له حملو وروسته په اعظمی توګه د خبردارې په حال کښې دی او د الانبار ولایت لوېدیځو سیمو ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د ننوتلو خبرداری ورکړ.
 
هغه له «المعلومه» وېبپاڼې سره په مرکه کې وویل: د سوریې په خاوره کې د امنیتی کړکېچونو په سیوری کې، د امریکا د اقداماتو په پایله کې، د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو د نفوذ د وېرې له امله، له دغو سیمو څخه د عراق لوېدیځو سیمو ته د حشد الشعبي ځواکونو د خبرداري په حال کې دي.
 
https://avapress.com/vdchz-nim23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته