افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ماشومان د کابل دوو روغتونونو ته وروپېژندل شول.
د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د ماشومانو د درملنې ټول لګښت د سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د زړه په ناروغۍ سلګونه ماشومان یې د درملنې لپاره افغان روغتونونو ته استولي دي.
هغه کورنۍ چې ماشومان يې د سرې مياشتې له خوا د کابل په روغتونونو کې تداوي شوي وايي، د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري.