کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زړه په سوریو اخته ماشومان د وړیا درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي شول

16 میزان 1403 ساعت 17:34

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوریو اخته ۱۳ ماشومان یې د وړیا درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته لېږدولي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ماشومان د کابل دوو روغتونونو ته وروپېژندل شول.
 
د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د ماشومانو د درملنې ټول لګښت د سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
 
د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د زړه په ناروغۍ سلګونه ماشومان یې د درملنې لپاره افغان روغتونونو ته استولي دي.
 
هغه کورنۍ چې ماشومان يې د سرې مياشتې له خوا د کابل په روغتونونو کې تداوي شوي وايي، د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري.


د مطلب کود: 298164

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298164/د-زړه-په-سوریو-اخته-ماشومان-وړیا-درملنې-لپاره-کابل-روغتونونو-ته-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.net