دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 297928
په باميان کې په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو
د باميان ولايت په مرکز کې د يو فولډر ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو تن وژل شوى دى.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس) - بامیان: د چهارشنبې په ورځ (میزان ۱۱مه) د بامیان ولایت په مرکزي سیمه کې یو فولډر ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو چې له امله یې یو تن مړ شو.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې د باميانو د مرکز اړوند د قرغيو په سيمه کې رامنځته شوې ده

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او غیر قانوني سرعت بلل شوی دی.

داپه داسې حال کې ده چې په روان کال کې په دغه ولايت کې څو نورې ترافيکي پيښې هم رامنځته شوي دي او دغه کس په دغه ولايت کې د ترافيکي پيښو ٢٣م قرباني دى .
https://avapress.net/vdccimqi42bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته