دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 297889
په غزني کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د پوهنې وزارت د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دوو ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې کړې.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د ابو هریره او عبدالغیاس ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او د تاسیساتو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دې ودانۍ پر جوړولو اته میلیونه افغانۍ لګولي دي.
 
د دې ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شو.
 
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د پوهنې وزارت په همکارۍ په یو شمېر ولایتونو کې نوي ښوونځي جوړ کړي وو.
https://avapress.net/vdcivyar3t1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته