دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 289314
د ترانسپورت وزیر د ترانسپورت د پراختیا په اړه په یوه غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د شپږو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ د پراختیا په اړه په غونډه کې چې په ازبکستان کې جوړېږي، د دغه وزارت د سرپرست سفر اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، روسیې، بیلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هیوادونو ترمنځ په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ او د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې. د دغو هیوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلیز له لارې د لیږد په اړه خبرې وشوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې، ملا حميدالله اخندزاده د دغې غونډې په څنډه کې د ترانسپورت له وزير او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي او د روسيې او بيلاروس له مرستيالانو سره وکتل او خبرې يې وکړې.
https://avapress.com/vdccsoqi02bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته