کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترانسپورت وزیر د ترانسپورت د پراختیا په اړه په یوه غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ

5 ثور 1403 ساعت 14:15

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د شپږو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ د پراختیا په اړه په غونډه کې چې په ازبکستان کې جوړېږي، د دغه وزارت د سرپرست سفر اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، روسیې، بیلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هیوادونو ترمنځ په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ او د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې. د دغو هیوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلیز له لارې د لیږد په اړه خبرې وشوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې، ملا حميدالله اخندزاده د دغې غونډې په څنډه کې د ترانسپورت له وزير او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي او د روسيې او بيلاروس له مرستيالانو سره وکتل او خبرې يې وکړې.


د مطلب کود: 289314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289314/د-ترانسپورت-وزیر-پراختیا-په-اړه-یوه-غونډه-کې-ګډون-موخه-ازبکستان-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com